د اسرائيلو د ملي دفاع پوځ او د ملي امنيت عمومي ادارې د ډسمبر په ۲۳مه په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو تر اوسه په غزې تړانګې کې په ځمکنيو بريدونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطيني وسله وال نيولي دي.
د اسرائيلي پوځ وياند هجاري په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وویل ، چې د اسرائيلو ځواکونه اوس د غزې په جنوب کې خپل عمليات پراخوي او تر ځمکې لاندې د حماس پر تأسيساتو سخت او کلک بريدونه کوي.