اسرائيلي ځواکونو په غزې کې د کډوالو پر کمپ هوايي بريدونه کړي، ۷۰ کسان يې وژلي
CMG2023/12/25 11:05:36
شريکول:

د فلسطين ملي تلويزيون د ډسمبر په ۲۴مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو تېره شپه په غزې کې د کډوالو پر مقزي کمپ هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ٧٠ فلسطينيان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي او ښايي د مړينې په شمېر کې يې نور هم زياتوالی راشي.

خبر وايي، اسرائيلي ځواکونو د مقزي کمپ پر يوې ګڼ مېشتې سیمې بريد کړی، چې له امله يې ډېرو ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

اسرائيلي ځواکونو تر اوسه د برید په اړه څه نه دي ويلي.