په ایران کې د فلسطین په تړاو نړیواله غونډه تر سره شوه
CMG2023/12/25 10:57:37
شريکول:

د ايران بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په ٢٣مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې په پلازمينې تهران کې د فلسطين د چارو په تړاو نړيواله غونډه تر سره کړې ده.

په اعلاميې کې د يادې یوې ورځنۍ غونډې عمده موخه د غزې او د اردن سيند په لوېديځې غاړې کې د فلسطينيانو لپاره د نړيوالې ټولنې د ډېرې پاملرنې راجلبول او ملاتړ ښودل شوی دی.

په اعلاميې کې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي، چې په غزې کې له ځپل شويو فلسطینیانو سره ډېرې بشري مرستې وکړي او پر اسرائيلي حکومت فشار زیات کړي، چې د غزې پر ضد بریدونه او کلابندي پای ته ورسوي.

دغه غونډه له فلسطین څخه د ملاتړ په پار د ایران د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه بلل شوې، چې د څه دپاسه ۵۰ هیوادونو سیاسي، مذهبي او رسنیزو شخصیتونو پکې ګډون کړی و.