د ثبات او پرمختګ تر منځ د بيلانس ساتل د چين د سمون او ورخلاصون يوه مهمه تجربه ده
CMG2023/12/25 15:02:34
شريکول:

د ۱۹۷۸کال د ډسمبر ۱۸مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د تاريخ او د نوي چين له تاسيس کېدو وروسته يوه مهمه ورځ وه، چې په دې ورځ کې د چين کمونېست ګوند د يوولسمې دورې مرکزي کمېټې درېيمه غونډه تر سره شوه او د عصري چين د پرمختګ په بهير کې د کليدي ګام په توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون باب پرانیستل شو.

د کرنيزو چارو د عصري کېدو په استازيتوب د کرنې عصري کېدل د چيني شکله عصري کېدو يوه برخه ده. چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له تطبيق وروسته په څه دپاسه څلوېښتو کلونو کې د پرمختللو لوېديځو هېوادونو د کلونو کلونو د صنعتي کېدو پروسه بشپړه کړې ده، چې له يوه وروسته پاتې کرنيز هېواد څخه د نړۍ د  فابريکې په حيث بدل شوی. وروسته په چين کې د توليد له پړاو څخه د ساينس او ټېکنالوژۍ له لارې د توليدولو پړاو ته لوړ شوی، دغه راز چين په پيل کې د ساينس او ټېکنالوژۍ په وسيله د نوښت هڅې کړې دي، خو اوس يې په دې چارو کې لارښوونکی او مخکښ هېواد ګرځېدلی دی.

د چين په دننه او بهر کې ګڼ شمېر سياستوالو او کارپوهانو د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په هکله څېړنې کړې او د برياليتوب تجربې یې په پراخه توګه د خلکو لخوا منل شوې، مثلاً په عمومي توګه د ډيزاین کولو چارې او په بنسټيزه توګه د ازمويښتي کولو چارې په ګډه تر سره شوې، د کمونېست ګوند پر لارښوونې او د مارکسيزم د چيني کېدو پر بهير ټينګار شوی او ګام په ګام بشپړ شوي. په پر له پسې توګه نظريې ازادې شوې او د لارښوونکې تيورۍ نوښت پياوړی شوی، د ازمويښتي کولو په بهير کې لومړۍ اسانه چارې او په تدريجي ډول ستونزمنې چارې ترسره شوې، د اصلاحاتو د پرمختګ او د ثبات ساتلو تر منځ اړيکې په ښه توګه حل شوې دي.

چين يو لوی هېواد دی، چې د ټولنيز ثبات ساتل د هېواد د پرمختګ لپاره ستر اهميت لري، البته د هر هېواد لپاره مهم دی، په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د امريکا لخوا ورته ډېر سرخوږی جوړېږي.

 د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې وړاندې کوونکی دنګ شياو پينګ ويلي، چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تطبيق کولو په بهير کې د ثبات ساتل تر ټولو مهم دي. بې له ثابت چاپېريال هېڅ شی نه ترسره کېږي. له دې کبله چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په لاره کې لومړی ازمويښتي او تجربوي چارې ترسره کړې، وروسته يې تجربې راغونډې کړې او پراختیا يې ورکړه.

د چين په ښارونو کې د اقتصادي ميکانيزمونو اصلاحات په پراخو او زياتو ساحو پورې اړه درلود او د ښارونو د اصلاحاتو په بهير کې يو ډېر د پاملرنې وړ ګام د ځانګړو اقتصادي سيمو جوړول و چې په ټول هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون لپاره تجربې راغونډې شوې. په ۱۹۸۰کال کې په چين کې د شن جن، جو ښای، شان تو او شيا من څلور اقتصادي سيمې جوړې شوې، په ۱۹۸۵کال کې د سمندر په غاړه لومړي ۱۴ ښارونه پرانيستل شول، په ۱۹۸۸ کال کې د های نان ځانګړې اقتصادي سيمه جوړه شوه، په ۱۹۹۲کال کې د شانګهای د پو دونګ نوې سيمه جوړه شوه. د ځانګړو اقتصادي سيمو له جوړېدو وروسته د بېلګو له اغېزو ښکاره شوې، چې په دې سره د چين اقتصاد د فعال پرمختګ پړاو ته داخل شوی او په چټکۍ سره د نړۍ دويم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی.

د اصلاحاتو پرمختګ او ثبات ساتلو تر منځ اړيکې د ثبات او بدلون اړيکو په توګه تشريح کېږي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اقتصاد په کاري کنفرانس کې وړاندیز شوی، چې په راتلونکي کال کې بايد د ثبات ساتلو په همدې وخت کې پرمختګ وموندل شي، د پرمختګ له لارې د ثبات هڅونه وشي او د نويو سيستمونو له جوړېدو او ثابېتېدو وروسته پخواني ناسم هغه له منځه یوسي. د ثبات ساتلو په بهير کې د پرمختګ موندل د کارونو عمومي بنسټ دی او بايد په اوږده راتلونکې کې دوام ورکړ شي. بايد په ښه توګه د پرمختګ لوری ونيول شي، چې بېړنۍ رويې ښې نه دي، خو وېرېدل او اندېښنه کول هم مناسب نه دي. بايد په زړورتیا سره نوښت وشي او ازمويښتي چارې وشي.

نوي پړاو ته د چين د پرمختګ په رسېدلو سره د هېواد په دننه او بهر کې د حالاتو ژور بدلونونه رامنځته شوي او نوې مسئلې او چلنجونه په پر له پسې توګه راځي. د چين لارې چارې په بشپړه توګه د اصلاحاتو ژورول او پر ورخلاصون ټينګار کول دي، څو چين د چيني شکله عصري کېدو له لارې په هراړخيزه توګه د هېواد د ابادۍ او د ملت د بيا سمسورتيا پر مخ یوسي او د ځان د پرمختګ له لارې نړۍ ته لا زيات فرصتونه برابر کړي.