د ایټالیا دفاع وزیر: د روسیې او اوکراین کړکېچ سیاسي حل ته اړتیا لري
CMG2023/12/25 11:06:56
شريکول:

د ايټاليا اې اېن اېس اې(ANSA) خبري اژانس د ډسمبر په ۳۲مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد دفاع وزير ګيدو کروسيتو په همدې ورځ د پولنډ په مالبورک ښار کې له ايټالوي پوځيانو سره په لېدنې کې ويلي، چې د روسيې او اوکراين د شخړې د پای ته رسولو لپاره بايد د سياسي حل لاره ولټول شي.

کروسيتو دا خورا مهمه بللې، چې د روسیې او اوکراین شخړې ته سیاسي حل لاره پيدا شي، خو په ورته وخت کې يې پر دې هم ټينګار کړی، چې اروپايي ټولنه او امريکا باید د دغو دواړو هېوادونو د سیاسي حل د خبرو په درشل کې له کیف سره پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي ويلي، د لوېدیځ دوامداره پوځي ملاتړ د اوکراين لپاره کافي "تضمین" برابر کړی او د روسیې او اوکراین ترمنځ جنګي کرښه اوس د ثبات په حال کې ده، خو د اوکراین د نورو پوځي اهدافو ترلاسه کول يې ستونزمنه چاره بللې او په خبره یې، اوکراين د خبرو له لارې کولی شي، خپل پاتې هدفونه ترلاسه کړي.

کروسيتو په تېر اکتوبر کې هم ورته څرګندونې کړې وې او د جګړې له لارې يې د اوکراین کړکېچ ناشونی بللی و او ويلي یې وو، چې  په اوکراين هر څومره جګړه اوږديږي، په هماغه کچه محدود ملاتړ د دغه هېواد د پوځي موخو د ترلاسه کولو امکان هم کم رنګه کوي.

(ژباړه: شکريه)