سوريه: ۷ بې پيلوټه الوتکې مو غورځولې دي
CMG2023/12/25 09:48:50
شريکول:

د سوريې ځواکونو د ډسمبر په ۲۴مې نېټې ويلي، چې په همدې ورځ يې د ترهګرو ۷ بې پيلوټه الوتکې غورځولې دي.

د سوريې ځواکونو ويلي، چې ترهګرو په همدې ورځ د دغه هېواد د شمالي او مرکزي سيمو له ځينو کليو او ښارونو څخه په څو ځایونو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي دي.