روغتيا نړيوال سازمان: د غزې روغتیایي سیسټم د سقوط پر ژۍ ولاړ دی
CMG2023/12/25 11:08:29
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۲۴مې نېټې په غزې تړانګې کې روغتيايي سيسټم د ويجاړېدو په حال کې بللی او ويلي يې دي، چې اوسمهال د غزې له ۳۶ روغتونونو څخه يوازې ۹ يې په جزوي توګه فعاليت لري او کاري بارونه يې هم له ظرفيت څخه ډېر زیات دي.

روغتیا نړیوال سازمان ويلي، په غزې کې روغتیايي اړتیاوې ډېرې زياتې شوي، خو اوس په دغې سيمې کې يوازې ۳۸٪ بسترونه کارول کيږي او یوازې ۳۰٪ روغتیایي کارکوونکي لري.

ياد سازمان خبرداری ورکړی، که د غزې روغتیايي سیسټم سقوط شي، نو "دا به یوه لویه غمیزه وي" او د جګړې پر ټولو خواوو يې د سمدستي اوربند غږ کړی دی.

(ژباړه: شکريه)