اسرائيلي ځواکونو په سوریې کې د ایران یو لوړ پوړی پوځي قومندان وژلی
CMG2023/12/26 14:12:48
شريکول:

د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ یو لوړ پوړی قوماندان سعيد رازي موسوي د ډسمبر په ۲۵مې نېټې د سوریې په پلازمېنې دمشق کې د اسرائیل په هوايي برید کې وژل شوی دی.

موسوي په سوريې کې د پوځي سلاکار په توګه دنده تر سره کوله.

د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ د روانې مياشتې په ۲۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې سعيد رازي موسوي په همدې ورځ د اسرائيل په توغنديز بريد کې وژل شوی دی.

اعلاميه وايي، موسوي په سوریې کې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ تر ټولو تجربه لرونکی مشاور او د بل وژل شوي لوړپوړي قوماندان قاسم سليماني ملګری و.

اعلاميې کې په ټينګار ويل شوي، چې ایران به د موسوي غچ اخلي او اسرائيل به یې درنه بيه پرې کوي.