د چين د پټلۍ نړيوال شرکت د ډسمبر په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی، چې د جاکارتا - باندونګ ګړنديو اورګاډيو د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر تر ۲۴مې نېټې پورې، په ټولیز ډول له ۱ ميلیون څخه ډېر مسافر ليږدولي دي.
د جاکارتا – باندونګ ترمنځ د ګړندي اورګاډي پټلي د روان کال د اکتوبر په ۱۷مې نېټې په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د چين او اندونيزيا د ګډو پروژو يوه ښه نمونه بلل کېږي.
د چين او اندونيزيا د اورګاډو ادارې د خلکو د اسان او هوسا سفر او د دوی د خونديتوب لپاره ګډې چارې ترسره کوي.
د جاکارتا – باندونګ په ګړنديو اورګاډو کې د خلکو تګ راتګ د زياتېدو په حال کې دی.