د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د ماو ځه دونګ د زېږېدنې د ۱۳۰مې کاليزې د يادونې لپاره مباحثوي غونډه وکړه
CMG2023/12/26 20:10:50
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د دسمبر د  ۲۶مې نيټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د ماو ځه دونګ د زېږېدنېد ۱۳۰مې کاليزې د يادونې لپاره يوه مباحثوي غونډه وکړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولترئيس او د مرکزي پوځي کمیټې رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او پر دې یې ټینگار وکړ چې ماو ځه دونګ يو ستر مارکسيست، ستر زحمت کش انقلابي کارګر، ستراتيژيست او تيوريست، د مارکسيزم د ‌چیني کېدو او د چين د سوسياليستي د عصري کېدو په چارو کې ستر لارښوونکی دی. د ماو ځه دونګ فکر د چین د کمونېستګوند قیمتي معنوي شتمني ده او د اوږدې مودې لپاره به زموږ د کړنو لارښوونه وکړي. د ملگري ماو ځه دونگ تر ټولو ښهيادونه د هغه کار د پرمخبيولو لپاره دوام ورکول دي.