د چين صدراعظم لي چيانګ د ډسمبر د ۲۵مې نېټې په ماسپښين د لانڅانګ او ميکونګ د همکارۍ ميکانيزم د مشرانو په څلورمې ويډيويي غونډې کې ګډون کړی او د ميانمار مشر مين اونګ هلاينګ سره يې په ګډه د دغې غونډې مشري کړې ده.
په يادې غونډې کې د کمبوډيا صدراعظم هون مانيټ، د لاوس صدراعظم سونيکسي سيفاندون، د ټايلند صدراعظم سريتا تهاويسين او د ويتنام صدراعظم فام مينح جينح هم ګډون کړی و.
لي چيانګ د غونډې ګډونوالو ته د لانڅانګ او ميکونګ د همکاريو د پياوړتيا په پار ۴ وړانديزونه کړي دي:
۱ـ د لانڅانګ او ميکونګ همکاران دې ګډ پرمختګ وهڅوي.
۲ـ اړوندې خواوې دې دوامدارو همکاريو ته وده ورکړي.
۳ـ د لانڅانګ او ميکونګ همکاران دې د امنيت او خوندیتوب مدیریت پیاوړی کړي.
۴ـ د لانڅانګ او ميکونګ همکارۍ ميکانيزم غړي دې د خلکو تر منځ هر اړخيز تګ راتګ او کلتوري تبادلو ته اسانتياوې برابرې کړي.
(ژباړه: شکريه)