ملګرو ملتونو د چين پسرلنی اختر د رخصتۍ په توګه منلی دی
CMG2023/12/26 10:48:57
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ٧٨مې عمومي اسامبلې پر ځايي وخت د ډسمبر په ۲۲مه نېټه په یوه خوله هغه پرېکړه ليک تصويب کړ چې له مخې يې د کرنيزې جنترۍ له مخې د چين نوی کال يانې پسرلنی اختر د دغه سازمان د رخصتۍ په توګه منلې ده.

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وویل، د چین پسرلنی اختر نه يوازې د چينايانو، بلکې د نړيوالو اختر دی. د شمېرنې له مخې، په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۰ هېوادونه  پسرلنی اختر د قانوني رخصتۍ په توګه ګڼي، د نړۍ شاوخوا يو پر پنځه برخه نفوس په بېلا بېلو لارو  پسرلنی اختر لمانځي، د دې اختر اړوند دودونه په نږديو ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې مروج کېږي او يوه ستره نړيواله پېښه بلل کېږي.

دې وويل: موږ غواړو له ټولې نړۍ سره یو ځای پسرلنی اختر ولمانځو او هیله لرو چې بېلابېل تمدنونه په هماهنګۍ کې ګډ ژوند وکړي، يو د بل پرمختګ ملاتړ وکړي او يو له بل څخه زده کړې وکړي تر څو د ټولو هېوادونو خلک يو پر بل په سم نظر وګوري، متقابله مینه ولري، په يو لاس ګډ پرمختګ وکړي او د بشر د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.