د اروپا او اسيا اقتصادي اتحاد د غړو هېوادونو مشرانو د ډسمبر د ۲۵مې نېټې په شپه د روسيې په سنت پيترسبورګ کې د اروپا او اسيا اقتصادي کمېسيون د شورا په غونډه کې ګډون وکړ او د اقتصادي پرمختګ اعلاميې په شمول څو سندونه يې لاسليک کړي دي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د بلاروس ولسمشر لوکاشينکو، د قزاقستان ولسمشر توکايف، د قرغېزستان ولسمشر جپاروف او د ارمنستان صدر اعظم پاشينيان په ياده غونډه کې ګډون وکړ. مختلفو خواوو د اروپا او اسيا اقتصادي اتحاد پر شويو همکاريزو لاسته راوړنو او راتلونکو همکاريزو پلانونو بحث وکړ او يو لا مهم سندونه يې لاسليک کړي دي.
پوتين يادې غونډې ته ويلي، د اقتصادي پرمختګ اعلاميه يو نوی لارښوونکی سند دی چې په ځينو کليدي چارو کې يې د همکارۍ د پياوړتيا مشخص اقدامات روښانه کړي دي.