روسيه: مارينکا علاقه داري مو تر کنټرول لاندې راغلې ده
CMG2023/12/26 09:50:53
شريکول:

د روسيې خبري اژانس د ډسمبر په ۲۵مې نېټې خبر ورکړ، د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو په همدې ورځ ولسمشر ولاديمير پوتين ته رپوټ کړی چې د جنوبي برخې ځواکونو يې په اغېزمنو پوځي عملياتو په همدې ورځ په پوره ډول مارينکا علاقه داري ازاده کړې ده.

خو د اوکراين خبري رسنيو د خبر له مخې، د اوکراين پوځ يو وياند په همدې ورځ يو ټلويزيوني پروګرام کې څرګنده کړه چې د روسيې ياده څرګندونه ناسمه ده. هغه ويلي چې جګړه تر دې دمه روانه وه. اوکرايني ځواکونه لا هم په مارينکا کې په جنګ لګيا وو، خو ټوله علاقه داري ويجاړه شوې ده.