چين: د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره د نړيوالو مسئلو د حل بنسټيزه لار ده
CMG2023/12/26 10:15:05
شريکول:

 

روان کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکورې له لسمې کليزې سره برابر دی.

د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نينګ د ډسمبر په ۲۵مې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره د سولې د ساتنې، د پرمختګ د موندلو او د همکارۍ د هڅونې په اړه د مختلفو هېوادونو د خلکو ارزوګانو ته ځوابونه ورکوي او د نړيوالو مسئلو د حل بنسټيزه لار يې بللې ده.

وياندې ماو نينګ ويلي، لس کاله دمخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ مفکوره وړاندې کړې ده. دغه مفکوره له تېرو لسو کلونو راهيسې له تيورۍ څخه په عملونو بدل شوې، د نړيوالې سولې د خونديتوب لپاره يې ځواکمن تضمين وکړ، د نړۍ پرمختګ ته يې قوي خوځنده ځواک برابر کړی، له نړيوالو ننګونو سره د ګډې مقابلې هڅونه کړې او د نړيوالې ټولنې مثبت غبرګون يې تر لاسه کړی دی.