اسرائيلي خبري رسنۍ: امريکا څه باندې لس زره ټنه پوځي مهيمات رالېږدولي
CMG2023/12/26 09:48:02
شريکول:

د اسرائیل دوولسم ټلويزيوني چينل د ډسمبر په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ چې امريکا د فلسطين او اسرائيل ترمنځ له روانې شخړې راهيسې د ۲۴۴ بار وړونکو الوتکو او ۲۰ بيړيو په وسيله اسرائيل ته څه باندې لس زره ټنه پوځي مهيمات لېږدولي دي.

د خبر له مخې، امريکا اسرائيل ته د زغره والو موټرونو، ګوليو، بمونو او دفاعي سامان الاتو په شمول يو لړ پوځي مهميات سپارلي او د اسرائيل دفاع وزارت څو ورځې مخکې له امريکا نه بيا د ۲.۸ مليارډو امريکايي ډالرو سامان الات په پيسو اخيستي دي.

د معلوماتو له مخې، اوس د اسرائيل ټولې پوځي فابريکې ټوله ورځ په توليدي چارو بوختې دي څو جنګي ډګر ته کافي ګولۍ برابرې کړي.