د ترکيې پارلمان په ناټو کې د سويډن د شاملېدو مسوده ترتيب کړې
CMG2023/12/27 09:58:10
شريکول:

د ترکيې پارلمان د بهرنيو اړيکو کمېسيون د ډسمبر په ۲۶مې نېټې ويلي، چې په ناټو کې د سويډن د شاملېدو لپاره يې يوه مسوده ترتيب کړې او ډېر ژر به يې د رايګيرۍ لپاره پارلمان ته وړاندې کړي.

سويډن او فنلنډ د ۲۰۲۲ کال په مې کې په ناټو کې د شاملېدو غوښتنليکونه وړاندې کړي دي.

 د ناټو د قواعدو له مخې، د دې سازمان ټول غړي هېوادونه بايد نويو غړيو ته منظوري ورکړي.

فنلنډ د روان کال په اپرېل کې د ناټو غړيتوب تر لاسه کړ، خو ترکيې او هنګري تر اوسه په دغه سازمان کې د سويډن غړيتوب نه دی منلی.