حوثي وسله والو په سور سمندرګي کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ بريد کړی
CMG2023/12/27 10:48:48
شريکول:

د یمن حوثي وسله والو د ډسمبر په ۲۶مې نېټې ويلي، چې په همدې ورځ يې د سور سمندرګي په جنوب کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ توغندی ويشتلی دی.

د مديترانې سمندر د بار وړلو شرکت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په جنوبي سور سمندرګي کې د جوینټ-۸ په نوم پر یوې سوداګريزې کښتۍ د توغنديو بريد شوی دی.

ياد شرکت ويلي، چې د کښتۍ ټوله عمله يې خوندي ده او د کښتۍ د وضعیت په اړه يې پلټنه پېل کړې ده.