عراق د امریکا پوځي برید غندلی دی
CMG2023/12/27 11:12:57
شريکول:

د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر د ډسمبر په ۲۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې په دغه هېواد کې د وسله والو پر تاسیساتو د امريکا بريد غندلی او يو ښکاره دښمنانه اقدام يې بللی دی.

د دغې اعلاميې له مخې، د عراق امنيتي ځواکونو يو سرتېری د امريکا په ياد بريد کې وژل شوی او د ولسي وګړيو په شمول ۱۸ تنه ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، د امريکا دغه پوځي عملياتو د امنيت او ثبات په اړه د مختلفو خواوو له ګډو ګټو سره سمون نه لري، د دواړو هېوادونو اړيکو د پياوړتيا په اړه د امريکا له تش په نوم نيت څخه يې سرغړونه کړې او د نړيوالو ځواکونو د وتلو چارو د لا پيچلي کېدو سبب شوی دی.

د امريکا دفاع وزير لويډ اوسټين په یوې اعلامیې کې ویلي، چې ځواکونو يې د روانې میاشتې په ۲۶ مې نېټې په عراق کې پر درېیو تاسیساتو دقیق بریدونه کړي دي.

نوموړي ويلي، امريکايي ځواکونو دغه بريدونه په عراق او سوریې کې پر امریکايي پرسونلو د ایران د ملاتړو وسله والو ډلو د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړي دي.