د ماو ځه دونګ يادونه راته څه اهميت دی؟
CMG2023/12/27 15:07:27
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ډسمبر په ۲۶مې نېټې په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د نوي چين د لومړي رهبر ماو ځه دونګ د زېږېدنې د ۱۳۰مې کليزې د يادونې لپاره يوه مباحثوي غونډه تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ دا نظر څرګند کړ، چې ماو ځه دونګ د مارکسيزم د چيني کېدو او د چيني سوسياليزم د عصري کېدو د ابادۍ چارو بنسټ ايښودونکی دی او د چيني خلکو لارښوونه يې کړې، چې د هېواد برخليک او بڼې بدلې کړي او د نړۍ د مظلومو ولسونو د ازادۍ او د بشر د پرمختګ په لاره کې يې د پام وړ ونډه اخيستې ده. شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د ماو ځه دونګ تر ټولو ښه يادونه د هغه کار دوامدار پرمخبيول دي.

 

سره له دې چې ماو ځه دونګ ۴۷ کاله مخکې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو د چين خلکو دغه ستر شخصيت هېڅکله نه دی هېر کړی چې د چين پر تاريخ يې ژور اغېز کړی دی. ماو ځه دونګ د چين د عصري تاريخ لور ته بدلون ورکړ چې چين له کمزورتیا څخه د پياوړې سمسورتيا په لور ستر بدلونونه تر لاسه کړي دي. هغه نوی چين ــ د چين ولسي جمهوريت، مخکښ ګوند ــ د چين کمونېست ګوند، د خلکو لپاره اردو ـــ د چين د خلکو د ازادۍ بښونکي پوځ، علمي تيوري ـــ د ماو ځه دونګ مفکورې جوړې کړې. ماو ځه دونګ د لوی دېوال په څېر د چين يو د پام وړ نښه ګرځېدلی دی.

د هر کال د ماو ځه دونګ د زېږېدنې ورځ په وخت کې د چين دولت او خلکو په بېلابېلو ځايونو کې له مختلفو لارو د يادونې مراسم تر سره کړي دي. شي جين پينګ د روان کال د ماو ځه دونګ د زېږېدنې د ۱۳۰مې کليزې د يادونې لپاره د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په مباحثوي غونډه کې په اشارې سره ويلي، چې د چيني شکله عصري کېدو له لارې د پياوړي هېواد د ابادۍ او د ملت د بيا سمسورتيا هڅول د ماو ځه دونګ په شمول د پخواني نسل انقلابيانو نامکمل کارونه دي او د ماو ځه دونګ د يادونې لپاره تر ټولو ښه لاره د دغو کارونو پرمخ بېول دي.

د چيني شکله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د بيا سمسورتيا هڅول په نوې زمانه کې د چين د کمونېست ګوند او د بېلا بېلو قومونو د اوسېدونکو مرکزي دنده ده. چيني شکله عصري کېدل د چين د ځانګړي سوسياليزم پرمختګ په بهير کې پوخ شوی او ماو ځه دونګ په دې چارو کې ستر خدمت کړی. شي جين پينګ وويل، چې ماو ځه دونګ هغه نوی چين تاسيس کړ، چې خلک په خپله بادار دي او د سوسياليزم مخکښ ميکانيزم يې جوړ کړ. د کارپوهانو په اند، د چيني شکله عصري کېدو د لټون په پار د ماو ځه دونګ هڅونې په بنسټيزه توګه هغه عادت شوې نظريې ته ماتې ورکړه، چې «عصري کېدل» يانې «لوېديځ کېدل او پالل» دي.

د ماو ځنګه دونګ په فکر کې هغه دريځ، نظريې او طريقې چې په خپلواکه توګه پرمختګ کوي او د حقايقو له مخې لارې مومي، لا تر اوسه مهم لارښوونکی اهميت لري.

چينايان له اوږدې مودې راهیسې د ماو ځه دونګ يادونه کړې او کوي يې، يو مهم لامل دا دی، چې هغه د چين د کمونېست ګوند هغه ځانګړتيا او هدف وړاندې کړي، چې د خلکو لپاره دې خدمت وکړي او دا د نورو سياسي ګوندونو په نسبت د چين د کمونېست ګوند يوه ځانګړې نښه ده او په اوږده موده کې د دغه ګوند د واکمنۍ راز هم دی. د خلکو لپاره د خدمت کولو نظريې دا دي، چې د خلکو د ګټو او کارونو لپاره د خدمت کولو نظريې او کړنې دي.  دغه نظريې د چين د کمونېست ګوند په اساسانامه کې او په  اساسي قانون کې هم شامل شوې دي، چې د چين د کمونېست ګوند بېلابېلو کچو  ارګانونو او کارکوونکو قانوني دندې بلل شوې.

د چين کمونېست ګوند تل د خلکو لپاره د پوره خدمت پر اساسي هدف ټينګار کړی او کوي يې، نو شي جين پينګ د هېواد د حکومتوالۍ په مجربو کارونو کې خلکو ته د متمرکز فکر رامنځته کړی. هغه له واکمنۍ راهيسې تل خلکو ته لومړيتوب ورکړی او کوي يې. هغه په ياده غونډه کې وويل، چې د چيني شکله عصري کېدل د چين د ټولو خلکو چارې دي، بايد د خلکو په تکيه تر سره شي، د خلکو د بنسټيزو ګټو ساتل، رامنځته کول او پرمختګ کول دې د ټولو کارونو هدف وګڼي، د عصري کېدو د ابادۍ لاسته راوړنې دې خلکو ته ورسوي. د خلکو لخوا د کوربه کېدو ميکانيزم بايد بشپړ شي، د خلکو ژوند دې تامين او غوره شي، په نوې زمانه کې د خلکو لپاره د خدمت کولو لارې دې ټينګې شي، د خلکو نيوکې او نظارت دې ومنل شي، څو د چيني شکله عصري کېدو کارونه تر ټولو د باور وړ، ژورې او دايمي ملاتړ کوونکې سرچينې ولري.