پوتین: د همګټو هېوادونو اتحاد غړي به د سيمه ييزو اسعارو تاديه پراخه کړي
CMG2023/12/27 11:23:04
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۲۶مې نېټې ويلي، چې د همګټو هېوادونو اتحاد غړي به په دوامدار ډول په خپل منځ کې د محلي اسعارو کارول پراخ کړي.

هغه په همدې ورځ په سنټ پيټرزبورګ ښار کې د ياد اتحاد د مشرانو غير رسمي غونډې ته ويلي، چې د خپلو اسعارو کارول به د غړو هېوادونو اقتصادي او مالي حاکميت اغېزمن وساتي او هېواد به یې د دغې پروسې د پرمخبيولو لپاره د ياد اتحاد له غړو سره پر له پسې همکارۍ وکړي.

پوتين ويلي، چې روسیه د همګټو هېوادونو اتحاد په چوکاټ کې د اقتصادي همکاريو ژورتيا ته ډېر اهمیت ورکوي او په خبره يې،  سږکال د همګټو هېوادونو اتحاد د غړو ترمنځ سوداګريز حجم ثابته وده کړې او د تېرو ۱۰ میاشتو احصائيې يې ښیي، چې د ياد اتحاد د غړو هیوادونو په منځ کې سوداګريز ارزښت ۸۳.۷ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲ سلنه زياتوالی ښيي.

(ژباړه: شکريه)