په هند کې د اسرائیل سفارت ته څېرمه چاودنه شوې
CMG2023/12/27 14:53:03
شريکول:

د اسرائيل بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په ۲۶مې نېټې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په همدې ورځ د هند په پلازمېنې نوي ډيلي کې د دغه هېواد سفارت ته څېرمه چاودنه شوې ده، خو چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.

د اسرائيل بهرنيو چارو وزارت په يادې اعلاميې کې ويلي، چې د سفارت ټول ډیپلوماتان او کارکوونکي يې خوندي دي او استخباراتي ادارې يې له هند سره په ګډه د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.