د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د ډسمبر په ۲۶مې نېټې ويلي، چې د هالنډ د لومړي وزیر مرستیاله او مالیې وزیره سیګرید کاګ يې د غزې د بشري چارو او بيا رغونې د همغږې کوونکې په توګه ټاکلې ده.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د روانې مياشتې په ۲۲مې نېټې ۲۷۲۰م پرېکړه لیک تصويب کړی، چې له مخې به يې سیګرید کاګ له غزې سره د بشري مرستو د لېږدولو، همغږۍ، نظارت او څار دنده پر غاړه ولري، د ملګرو متلونو يو ميکانيزم به جوړ کړي، څو د غزې امنو سيمو ته د بشري مرستو رسول چټک شي او په بهیر کې به یې د ملګرو ملتونو د پروژو خدماتي دفتر ملاتړ هم تر لاسه کړي.
سیګرید کاګ به د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په ۸مې نېټې خپله دنده پیل کړي.
(ژباړه: شکريه)