اسرائيلي ځواکونو د ډسمبر د ۲۶مې نېټې په سهار په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځمکنيو، هوايي او سمندري ځواکونو يې په غزې تړانګې کې ځانګړي عمليات ترسره کړي او د ترهګرو پر پوځي موخو يې سخت بريدونه کړي دي.
د اعلاميې له مخې، د اسرائيل لسګونو جنګي الوتکو په ۲۵مې نېټې په غزې تړانګې کې د تونل، زېربناوو او پوځي تاسيساتو په شمول د حماس پر څه باندې سلو پوځي موخو بريدونه کړي دي.
اعلاميه وايي، اسرائيلي جنګي الوتکو په خان يونس کې د حماس يو شمېر وسله وال په بمونو وژلي او د وسلو يو زيرمتون يې هم ويجاړ کړی دی.