۲۰۲۳ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ سترو پېښو ته کتنه
CMG2023/12/27 09:42:03
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۳م کال کې نړۍ ته د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز وکړ، چې تر دې مهاله پرې ۱۰ کاله تېر شوي دي. افغانستان له ياد وړانديز څه ګټې اخيستي او په ۲۰۲۳م کال کې د افغانسستان او چين ترمنځ کومې سترې او مهمې پېښې شوې دي؟


(په افغانتسان کې د چین سفیر جاو شينګ باورليک وړاندې کوي)

چين او افغانستان په ۲۰۲۳م کال کې يو بل ته نوي سفيران لېږلي دي، دا يوه مهمه پېښه بللی شو. د چين نوی سفير جاو شينګ د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په ۸ مې نېټې کابل ته تللی، خپله دنده يې پېل کړې ده او نوموړی لومړی بهرنی سفير دی، چې د افغانستان لنډ مهالي حکومت ته يې خپل باورليک سپارلی دی. دغه راز د افغانستان د لنډ مهالي حکومت نوی سفير بلال کریمي هم د ډسمبر په لومړۍ نېټې بېجينګ کې خپله دنده پېل کړې ده. دا بې له شکه يوه ستره پېښه ده او د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو نوی باب يې پرانيستلی دی.

(وانګ يي له امیر خان متقي سره د کتنې په حال کې دی )

په همدې کال کې د چين او افغانستان لوړ پوړيو چارواکو هم تګ راتګ ساتلی دی. د چين خارجه وزير وانګ يي د اکتوبر په ۵مې نېټې د شي ځانګ ځانګ قوم کورواکې سيمې په لين جه ښار کې د افغانستان له سرپرست خارجه وزير امير خان متقي سره وکتل او له نوموړي سره یې په خبرو کې وويل، چې چين به د پخوا په شان د افغانستان دوامدار ملاتړ وکړي، چې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي، نرمې تګلارې پلې کړي، له ګاونډيو هېوادونو سره نيکې اړيکې او ښه ګاونډيتوب ولري او د ترهګرۍ ضد جدي مبارزه وکړي.

(وانګ يي او امیر خان متقي د خبرو اترو په حال کې دي )

نوموړي دا هم ويلي چې چين به له مختلفو چينالونو او ميکانيزمونو په ګټې اخيستنې له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د ښو اړيکو د ټينګېدو او د سيمې په اقتصادي همکاريو کې د برخه اخيستنې په پار له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او پر افغان لوري يې غږ کړی و، چې په اغېزمنو اقداماتو د ترهګرۍ ضد مبارزه پرمخ بوزي او په خپل هېواد کې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ ټول وسله وال وځپي.

(د کمربند او لارې د نړیوالې همکارۍ درېيم فورم تر سره شو)

چين او افغانستان په ۲۰۱۶م کال کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ يادښت لاسليک کړی دی. چين له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان هڅونه او مرسته کوي، چې د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې فعاله برخه واخلي. د ۲۰۲۳ م کال په اکتوبر کې د کمربند او لارې نړيوالې همکارۍ درېيم فورم په بېجينګ کې تر سره شو، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزير حاجي نورالدين عزيزي او د ټرانسپورټ وزارت مرستيال صديق الله عابد د يو پلاوي په مشرۍ پکې ګډون کړی و.

(د چین او افغانستان د مستقیمو پروازونو د بیا اعادې مراسم)

 دغه راز د مې په ۲۴مې نېټې د کابل او د چين شينجيانګ مرکز اروموچي ترمنځ مستقيم پروازونه هم بيا اعاده شول، چې د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ لپاره يې اسانتياوې برابرې کړې دي.

(د چين په ۶م نړيوال وارداتي نندارتون کې کندهاري انار)

د روان کال په نومبر کې د چين په ۶م نړيوال وارداتي نندارتون کې د افغانستان کندهار انار په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شوي وو، چې د ډېرو خلکو پاملرنه يې را خپله کړې وه او باورمن دی چې چيني مشتريان به ډېر ژر د افغان جلغوزيو او زعفرانو په څېر له کندهاري انارو سره هم بلد شي.

(د چین مرستندویه توکي افغانستان ته ورسېدل)

 د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په پيل کې د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې د ريکتر په کچې ۶ درجې څو زلزلې وشوې، چې له امله يې خلکو ته د سر او مال زيات زيانونه واوښتل.د چين سره صليب ټولنې په هرات ولايت کې تر سختو زلزلو وروسته سمدستي د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې ته ۲ لکه امريکايي ډالره نغدي مرسته ورکړه او ورپسې د چين حکومت په بيړنۍ توګه زلزله ځپلو سيمو ته د خيمو، کټونو، غاليو او ژمنيو جامو په شمول يو شمېر توکي ولېږدول او برسېره پر دې په افغانستان کې چيني سوداګرو پخپله کابو ۱.۳ ميليونه افغانۍ راغونډې کړې او په کابل کې يې د چيني سفارت له لارې افغان لوري ته وسپارلې، چې زلزله ځپلو ته پرې اړين توکي واخلي. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چين د افغانستان دايمي او وفادار دوست دی!