د مصر ولسمشر عبدالفتح السیسي د ډسمبر په ٢٧مې نېټې د دې هېواد په پلازمېنې قاهرې کې د اردن پاچا عبدالله دوهم بن حسین سره کتلي او د خپلمنځي اړيکو ترڅنګ يې د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې په اړه ورسره خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو په غزې کې د فلسطینیانو د ځپلو په موخه د اسرائيلي ځواکونو له عملياتو سره مخالفت ښودلی او پر نړيوالې ټولنې يې غږ کړی، چې اسرائيل او فلسطين سمدستي اوربند ته وهڅوي، د غزې خلکو ته دې کافي مرستې ورسوي او د دوی غمونه دې کم کړي.