د امريکا بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په ۲۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هېواد به يې له اوکراين سره د ۲۵۰ ميليونو امریکايي ډالرو په ارزښت اضافي نظامي مرسته وکړي.
اعلاميه وايي، له اوکراين سره د امريکې په دغې اضافي مرستې کې به د الوتکو ضد مهيمات، د هوايي دفاع سیسټم ځينې برخې، د توپ اضافي مهيمات، د ۱۵۵ ملي متري او ۱۰۵ ملي متري توپ تجهيزات، د زره پوښ ضد مهمات او له ۱۵ میلیونو څخه زیاتې ګولۍ شاملې وي.
اعلاميه وايي، چې يادې وسلې او تجهیزات به په ۲۰۲۳م کال کې د امريکې وروستۍ مرسته وي، چې اوکراين سره يې کوي.