د چین د احصايي ملي ادارې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان ۲۰۲۳م کال په نومبر کې د لويو چيني صنعتي تصديو ګټې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې نهه وېشت اعشاريه پنځه زیاتې شوي او د همدې کال په تېرو ۱۱ مياشتو کې د يادو تصديو عمومي ګټې ۶۹۸۲ ميليارډه او ۲۸۰ ميليونه يوانو ته رسېدلي دي، چې دغه رقم بيا د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه څلور ټيټوالی ښيي.