د کوريا جمهوريت د دفاعي سامان الاتو د پېر ادارې د ډسمبر په ۲۷مې نېټې اعلان کړی، چې هېواد يې له امريکا سره د نورو ۲۰ F-35A جنګي الوتکو د پېر تړون لاسليک کړی دی.
د خبر له مخې، کوريا جمهوريت له دې مخکې له امريکا څخه ۴۰ F-35A جنګي الوتکې اخيستې وې او اوس يې ويلي، چې نوې ۲۰ F-35Aجنګي الوتکې به په ۲۰۲۷ کال کې پوځ ته وسپاري.