پاکستان د فتح -۲ ميزايل د توغولو بريالۍ ازموينه کړې
CMG2023/12/28 10:31:19
شريکول:

پاکستان د فتح -۲ توغندي سيسټم د توغولو بريالۍ ازموينه کړې

د پاکستان د درېیو ځواکونو مصبوعاتي ادارې د نومبر په ۲۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د فتح -۲ توغندي سيسټم د توغولو بريالۍ ازموينه کړې ده.

اعلاميه وايي، د پاکستان ياد سيسټم کې هوايي الکترونيکې تجهيزات او لارښوونکی سیسټم ځای پر ځای شوي، د ويشتلو واټن يې تر څلور سوو کيلو مترو ته رسيږي او په ورته وخت کې يې په هوا کې نښې هم لیدل کيږي او دقیقې موخې تر بريد لاندې راولي.

د پاکستان ځواکونو د ۲۰۲۱ په اګست کې د فتح -۱ راکېټ د توغولو بريالۍ ازموينه کړې وه.

غاټول