روان کال په امريکا کې د ډزو له امله شاوخوا ۴۲۰۰۰ کسان وژل شوي
CMG2023/12/28 10:57:22
شريکول:

د امريکا  د يوې مسلکي وېبپاڼې شمېرې ښيي، چې د روان ۲۰۲۳م کال له پېل د ډسمبر تر ۲۷مې نېټې پورې، په دغه هېواد کې د ټوپک د ډزو له امله شاوخوا ۴۲۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

دغو پېښو پر امريکايي ماشومانو ډېرې بدې اغېزې کړې دي.

امريکايي رسنيو ويلي، چې د روانې مياشتې په ۲۶مې نېټې، د امريکا د کاليفورنيا ايالت په کمپټن ښار کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې يو ۱۶ کلن تنکی ځوان وژل شوی او يو بل ټپي دی او بريدګر له سیمې په تېښته بريالی شوی دی.

رسنۍ وايي، چې په همدې ورځ د امريکې د مريلنډ ايالت په بالتيمور ښار کې هم د ډزو پېښه شوې، چې له امله یې يو ۱۳ کلن ماشوم ټپي شوی او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

(ژباړه: شکريه)