د اسرائيلي هوايي ځواکونو لوی درستيز: پر غزې هوايي بريدونه مو دقيقې موخې لري
CMG2023/12/28 09:50:03
شريکول:

د اسرائيلي هوايي ځواکونو لوی درستيز د ډسمبر په ۲۷مې نېټې يوې ويډيويي خبري ناستې ته ويلي، چې له فلسطين سره د روانې شخړې په درشل کې يې پر غزې تړانګې ټول هوايي بريدونه پر دقيقو موخو شوي دي.

هغه ويلي، چې اسرائيلي ځواکونه له هوايي بريد مخکې هره موخه تصديقوي، تر وسې پورې عامو وګړيو ته د مرګژوبلې مخنيوی کوي او د بريد په ترڅ کې د موخې شاوخوا سيمه څاري.

د فلسطين د غزې طبي ادارې د ډسمبر په ۲۷مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې څه باندې ۲۱ زره فلسطينيان د اسرائيل د پوځي عملياتو له امله وژل شوي او څه باندې ۵۵ زره نور ټپيان شوي دي.

اسرائيلي ځواکونو د روانې مياشتې په ۲۷مې نېټې اعلان کړی، چې تر دې دمه يې په غزه کې جګړه په شدت روانه ده.