د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو چارو دوه ورځنۍ غونډه د ډسمبر په ۲۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې پای ته ورسېده.
د یادې مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پینګ په دغه غونډه کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي په خپلې وينا کې د نوې زمانې لپاره د چين د ځانګړو بهرنیو چارو تاريخي کارنامو او ارزښتناکو تجربو ته ځغلنده کتنه کړې او اړوندو ادارو ته يې د اوس او راتلونکې يوې مودې لپاره د يادو چارو د ترسره کولو سپارښتنه کړې ده.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمی غړي او د دولتي شورا صدراعظم لي چیانګ د يادې غونډې مشري کړې او په خپلو خبرو کې يې له ګډونوالو غوښتي، چې د شي جين پينګ د مفکورې په رڼا کې بهرنۍ چارې په ښه توګه ترسره کړي.