مصر په غزې کې د اوربند لپاره د چوکاټي تړون مسوده ترتيب کړې
CMG2023/12/29 11:54:41
شريکول:

د مصر مطبوعاتي ادارې د ډسمبر په ۲۸مې نېټې په یوې اعلامیې کې ويلي، چې هېواد يې په غزې تړانګې کې د اوربند چوکاټي تړون مسوده برابره کړې او اړوندو خواوو ته یې وړاندې کړې ده.

يادې ادارې ويلي، چې دغه هېواد په فلسطین کې د شخړې د پای ته رسېدو، پر غزې تړانګې د تېري د مخنیوي او په سیمې کې د سولې او ثبات په خاطر یاده مسوده ترتيب کړې او د اړوندو خواوو تر ځواب وروسته به یې محتویات په ډاګه کړي.

يادې ادارې ويلي، چې دغه مسوده په درېيو برخو وېشل شوې، چې اخره برخه يې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د بشپړ اوربند عملي کول دي.

يادې ادارې دا هم ويلي، چې د فلسطین د حکومت ټولې مسئلې به یوازې د دغه هېواد د مختلفو ډلو په ګډې مشورې ترسره کېږي.