د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ د ډسمبر په ۲۹ مه په بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې د ډيپلوماتانو له هغو استازو سره وکتل، چې په بهرنيو هېوادونو کې ميشت دي او په همدې ورځ يې په بهرنيو هېوادونو کې میشت د ډيپلوماتانو د ۲۰۲۳م کال په کاري غونډه کې ګډون کړی و.
شي جين پينګ له دغو استازو سره په خبرو کې له نوې زمانې راهیسې د چین د ډيپلوماتيکو کارونو مهمې لاسته راوړنې تائيد کړې او ورڅخه يې غوښتي چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په لور چيني ځانګړتيا لرونکو ډيپلوماتيکو چارو ته نوې او پرله پسې وده ورکړي.