د اسرائیل پوځ او رسنیو د ډسمبر په ۲۸مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پر شمالي سیمو د ډرونونو او راکټونو بريدونه شوي دي.
د مالوماتو له مخې، د ډرونونو او راکټونو دغه بريدونه د ډسبمر په ۲۷مې او ۲۸مې د اسرائيل په شمال کې پر دوو ښارونو شوي او د لبنان حذب الله يې پړه منلې ده.
اسرائیلي پوځ د ډسمبر په ۲۸مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ يې د لبان له لوري د یوه ډرون مخه نېولې ده.
اعلاميه وايي، چې په همدې ورځ د اسرائيل په شمالي سیمو راکټي بريدونه شوي، خو چا ته يې مرګژوبله نه ده اړولې.
اسرائيلي پوځ ويلي، چې څو راکټونه يې په هوا کې پوچ کړي دي.
اسرائیلي رسنیو د ډسمبر په ۲۷مې خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د دغه هېواد پر دوو شمالي ښارونو ۳۴ راکټونه لګيدلي دي.
دا د فلسطین او اسرائیل د روان کړکېچ تر پښېدو وروسته د اسرائیل پر شمالي سیمو تر ټولو سخت بريدونه بلل شوي دي.
اسرائیلي پوځ ويلي، چې دوی به د لبنان پر جنوب ځوابي بريدونه وکړي.