د فلسطین خبري اژانس د ډسمبر په ۲۸مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په شمال کې د ملکي وګړو پر يوه استوګنځي برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په ټپيانو کې د ځينو حالت نازک ښودل شوی، ښايي د مړينې په شمېر کې يې زياتوالی راشي. په دغه برید کې ۲ خبریالان هم وژل شوي دي.
د فلسطین د غزې روغتیا ادارې په يوې اعلامیې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر جنوبي خان یونس ښار او د غزې په مرکزي سیمې کې د المغازي پر کډوالو کمپ هم بریدونه کړي او د يادو درېيو بريدونو له امله شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي.