روسيه: د امریکا ناثابتې او ويجاړونکې پالیسۍ په نړۍ کې د وسلو د کنټرول حالات ترينګلي کړي
CMG2023/12/29 14:18:03
شريکول:

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف د ډسمبر په ۲۸مې نېټې خبري رسنیو ته ویلي، چې د امريکا ناثابتې او ويجاړونکې پاليسۍ د وسلو کنټرول نړيوال حالت د ترينګتيا سبب ګرځېدلې دي.

د لاوروف په وينا، امریکا د خپل تسلط د ساتلو لپاره په پر له پسې توګه د خپل پوځي تفاوق او برترۍ او د پوځي ځواک د کارولو ازادۍ په لټه ده او همدا لامل دی، چې واشنګټن د وسلو کنټرول له محدودیتونو ډډه کوي او د وسلو کنټرول په شمول بېلا بېلو نړیوالو جريانونو کې د مختلفو خواوو ترمنځ د برابرو ګټو د تضمين اقدامات ردوي.

لاوروف ويلي، امريکا د نړيوال امنيت په برخه کې پر له پسې کړکېچونه راپورته کوي، دغه هېواد نه يوازې د ((د توغنديو ضد تړون)) او ((د منځني واټن ويشتونکو اټومي ځواکونو تړون)) په شمول د وسلو کنټرول له څو اړوندو تړونو څخه وتلی، بلکې ((د اروپا د عادي پوځي ځواکونو تړون)) او ((د ستراتيژيکو وسلو د کمښت نوي تړون )) د پلې کېدو لپاره یې هم د نه منلو وړ شرطونه ټاکلي دي.