د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د نوي کال د هرکلي په پار ناسته ترسره کړه
CMG2023/12/29 23:57:07
شريکول:

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې د ډسمبر د ۲۹ مې نېټې په سهار د نوي کال د هرکلي په پار ناسته ترسره کړه. د شي جين پینګ په ګډون د چين د واکمن کمونېست ګوند او دولت مشرانو په دغه ناسته کې د دغه هېواد د ډيموکراتیکو ګوندونو د مرکزي کمېټو له مسئولينو، د چين د صنایعو او سوداګرۍ اتحاديې مسئولينو، د غير ګوندي شخصيتونو استازو، د دولتي ارګانونو مسئولينو او د بېلابېلو قومونو او بېلابېلو ټولنو استازو سره خبرې وکړې او په ګډه يې د نوي کال هرکلی وکړ.

شي جين پينګ په دغه ناسته کې هیله وښوده چې د هېواد بېلابېلې برخې وطن دوسته او واحده جبهه جوړه کړي او د هېواد د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره خلک يوموټی کړي او د چيني شکله عصري کېدو بهیر د پرمخبيولو لپاره په ګډه کار وکړي.