د عراق صدراعظم محمد شيعه السوداني د ډسمبر په ٢٨مې نېټې يوې خبري غونډې ته ويلي، چې حکومت يې په هېواد کې د نړيوال ائتلاف د پوځي شتون د ختمولو لپاره کارونه پېل کړي دي.
السوداني په همدې ورځ د عراق په پلازمینې بغداد کې د هسپانيې له صدراعظم سانچس سره کتلي او وروسته د رسنيو پرمخ راڅرګند شوي دي.
نوموړي ويلي، چې هغه له خپل هسپانوي سیال سره په عراق کې د نړيوال ائتلاف د اوسني وضعیت په اړه هر اړخيزې خبرې کړې دي.
سوداني د هسپانیې په ګډون له نړيوال ائتلاف څخه مننه کړې، چې د داعش ضد مبارزه کې یې له عراق سره مرسته کړې او په ټينګار يې ويلي، چې د عراق ځواکونه اوس دا وړتيا لري، چې د ترهګرو پر وړاندې وجنګيږي.
نوموړي ويلي، چې عراق له نړیوال ائتلاف سره په همغږۍ په دغه هېواد کې د پوځي شتون د پای لپاره هڅې کوي.