مکرون له نیتانیاهو سره د غزې پر حالاتو ټلیفوني خبرې کړي
CMG2023/12/29 11:32:13
شريکول:

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د ډسمبر په ۲۷مې نېټې یوې اعلامیې کې ويلي، چې ولسمشر امانویل مکرون په همدې ورځ د اسرائیل له لومړي وزیر بينيامين نیتانیاهو سره د غزې د حالاتو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي.

اعلاميه وايي، ولسمشر مکرون په غزې تړانګې کې د ګڼ شمېر ملکي وګړیو د مرګژوبلې او د بشردوستۍ بېړنيو حالاتو په هکله جدي اندېښنه څرګنده کړې او پر دې يې ټينګار کړی، چې هلته بايد ملکي وګړي خوندي وساتل شي، اړينې مرستې بايد ورسره وشي او دایمي اوربند ته باید لاره هواره شي.

مکرون ويلي، چې هېواد به يې غزې ته د بشري مرستو رسولو په پار له اردن سره همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړې، چې اسرائیل باید پر فلسطینیانو د يهوديانو د زورزیاتي د مخنیوي او د اردن سیند په لوېديځې غاړې کې د نویو استوګنځیو پروژې پای ته ورسوي.

مکرون د دوو هېوادونو لایحه د فلسطین او اسرائیل مسئلې د حل لپاره یوازېنۍ لاره بللې او د یهوديانو د نویو استوګنځیونو پروژه يې د يادې لایحې پر وړاندې جدي ګواښ ياد کړی دی.