په ۲۰۲۳م کال کې د چين پرمختګونو ته کتنه
CMG2023/12/29 17:19:49
شريکول:

چين د افغانستان لرغونی ګاونډی او د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی او د ډېرو هېوادونو په اقتصادي چارو ژور اغېز لري، دغه هېواد په  ۲۰۲۳م کال کې کومې لاسته راوړنې درلودې؟

 د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېیم فورم د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۱۸ مه په بېجينګ کې ترسره شو. د دغه فورم ګډون کوونکو مشرانو او استازو د فورم له پيل مخکې ګډ عکس واخيست

چين په ۲۰۲۳م کال کې ډېر کارونه کړي او تر ټولو د توجه وړ د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ فورم يې يادولی شو، چې په اکتوبر کې په بېجینګ کې ترسره شو او د افغانستان په ګډون د څه باندې يو سلو پنځوسو هېوادونو او ۹۰ نړیوالو سازمانونو ۵ زرو استازو پکې ګډون کړی و. د چين د دولت رئیس شي جين پينګ دغه فورم ته په وينا کې وړانديز کړی، چې ټول هېوادونه دې د سوله ييز پرمختګ، ګټورو همکاريو او ګډې سمسورتيا په لور د نړۍ  د عصري کېدو لپاره کار وکړي او د کمربند او لارې د باکيفيته پرمختګ لپاره يې ۸ لوی پلانونه اعلان کړي دي.

 د عصري کېدو بهیر د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو هيله ده. شننونکي پدې اندي چې د کمربند او لارې په باکيفيته پرمختګ سره افغانستان هم کولی شي، چې له خپل جغرافيايي موقعيت او ځانګړتياوو څخه ډېرې ګټې پورته کړي او د ځان بساينې وړتيا نوره هم لوړه کړي او د دې ترڅنګ د کمربند او لارې ابادوونکي هېوادونه به هم د عصري کېدو بهير په پرمخبيولو کې پرله پسې لاسته راوړنې ولري.

 د محصلينو د ۳۱ مې دورې نړيوالې دوبنۍ لوبې د ۲۰۲۳م کال د جولای له ۲۸ مې نېټې څخه د اګست تر ۸ مې نېټې پورې د چين د سه چوان ولایت په چنګ دو ښار کې ترسره شوې

د ۱۹ مې دورې اسیايي لوبې د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له ۲۳ مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۸ مې نېټې پورې د چين د جه جیانګ ولایت په هانګجو شار کې ترسره شوې

د څلورمې دورې د اسيا د پارا يا معلولينو لوبې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۲۲ مې نېټې څخه تر ۲۸ مې نېټې پورې په هانګجو ښار کې ترسره شوې

چين په ۲۰۲۳م کال کې د يو لړ نړيوالو لوبو کوربه و، چې د مثال په توګه يې د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې، د هانګجو اسيايي لوبې او د اسيا د پارا يا معلولينو لوبې یادولی شو، چې په چين کې ترسره شوې، چې ګڼو افغان لوبغاړو هم پکې برخه اخيستې وه.

د يادونې ده، چې سي جي ټي اېن د اسيا پارا لوبو پر مهال د افغانستان د وېلچير ملي لوبډلې د سياليو شوټينګ هم کړی او يو مستند فلم يې جوړ او خپور کړی دی. دغه فلم نړيوالو ته پيغام ورکوي، چې جګړه ځپلي افغانان څنګه په پياوړي عزم سیالۍ ډګر ته ښکته کيږي او وياړونه ګټي.

چين د ۲۰۲۳م کال په پيل کې د کرونا وبا د وقايې تګلاره بدله کړه، چې هممهاله يې اقتصادي چارې هم ورسره وغوړېدې. د دغه هېواد د دولتي شورا تازه شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۳م کال په نهو مياشتو کې د چين جي ډي پي يا د کورنيو تولیداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۵.۲ زیاتوالی ښيي او زياتوالی يې د نړۍ په لویو اقتصادونو کې مخکښ ځای نيولی دی .د چين اقتصاد په روان ۲۰۲۳م کال کې په داسې حال کې زياتولی موندلی، چې د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا لاهم په لوړو ژورو کې ده،  د چين سږنی اقتصادي پرمختګ پر نړيوال اقتصاد د خلکو باور زياتولی شي.


 څو ورځو مخکې د چين د واکمن کمونېست ګوند مشرتابه د اقتصادي کارونو غونډه ترسره کړې او د ورخلاصون د پراخولو په ګډون يې نهم دندې ټاکلې دي.

د چین نړيوال وارداتي نندارتون د نړۍ لومړی داسې نندارتون دی، چې د ګڼو هېوادونو تصدۍ او شرکتونه پکې برخه اخلي او خپلو توليداتو ته پکې بازار موندنه کوي

ورخلاصون له بهرنيو هېوادونو سره د چين پر اقتصادي اړیکو ډېرې اغېزې کوي. د ساري په توګه، چین تېره مياشت په شانګهای کې د وارداتو شپږم نړیوال نندارتون ترسره کړ او د يو سلو څلور پنځوسو هېوادونو او سيمو څه باندې درې زره څلور سوو تصديو پکې ګډون کړی و. په دغه شپږ ورځني نندارتون کې د کابو ۷۸ ميليارډو ډالرو په ارزښت سوداګريزې هوکړې شوې دي. نو همدا د چين د ورخلاصون او نړۍ سره د ګډو ګټو يوه ډېره ښه نمونه بللی شو. سږکال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلي کولو ۴۵ مه کليزه ده، اصلاحات او ورخلاصون د عصري چين د سرنوشت د ټاکلو کليدي ګام بلل کېږي.

 چین کابو يو ميليارډ او څلور سوه ميليونه نفوس او ډېر لوی بازار لري او د منځني عايد لرونکو شمېر يې هم په نړۍ کې تر ټولو زيات دی. نو د ورخلاصون دوام يې پدې مانا ده، چې چينايان د ډېر ښه ژوند په لټون دي او د دې ترڅنګ نورو هېوادونو سره هم د پرمختګ فرصتونه شريکوي.