چين بهرنيو هېوادونو ته د لومړۍ طبي ډلې د لېږد شپېتمه کليزه د ډسمبر په ۲۹مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ولمانځله او په ترڅ کې يې د روغتيايي چارو يو شمېر نامتو کارکوونکي هم ستایل شوي دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پینګ د يادې غونډې له ګډونوالو سره کتلي او دوی ته يې بهرنيو هېوادونو ته د چين د طبي ډلې د لېږد شپېتمې کليزې مبارکي ويلې ده.
نوموړي د هغو ډاکټرانو د حال و احوال پوښتنه کړې، چې له نورو هېوادونو سره په روغتيايي چارو بوخت دي او يا يې خپلې دندې ترسره کړې دي.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د دې کمېټې د دفتر مسؤل چای چي هم د يادې غونډې ګډونوالو سره کتلي دي.