د چين ډيپلوماتيک کارونه څنګه روان شي؟
CMG2023/12/30 12:10:40
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د بهرنیو چارو کاري غونډه د دسمبر له ۲۷مې څخه تر ۲۸مې نیټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چین د دولت رئيس شي جين پینګ په دې غونډه کې ګډون وکړ او په خپلې وينا کې يې د نوې زمانې او په تېرو لسو کلونو کې د لوي هېواد په توګه د چين د ځانګړتیا لرونکو  ډيپلوماتيکو کارونو، لاسته راوړنو او تجربو ته بيا کتنه وکړه او په اوسنۍ او راتلونکې  زمانه کې يې په دې برخه کې کارونه ترتيب کړل.

سوله او پرمختګ تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال پرمختګ تمايل دی، چې همدا په تېرو څه باندې اوياوو کلونو کې د نړۍ د عمومي سولې د رامنځته کېدو سبب کيږي. خو په وورستيو کلونو کې دغه ښه تمايل هم له څو اړخيزو ننګونو سره مخ دی. له يوې خوا د سړې جګړې مفکوره بيا فعاله ده او د بادارۍ د لټولو فکرونه او نظرونه بيا هم رامنځته شوي دي  بله خوا، د یو اړخېزم او د سوداګرۍ ساتنې په شمول  د ډېرو یو طرفه کړنو له کبله د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير له ستونزو سره مخ دی.

د دې ستر بدلون پر وړاندې شي جين پینګ د چين د دولت رئيس په توګه له ټاکل کېدو راهيسې خپلې ډيپلوماتيکې مفکورې ته وده ورکړې او د چين د ډيپلوماتيکو تيوريو او عملياتو نوی پرمختيايي پړاو يې پيل کړی، چې همدا د لوي هېواد په توګه د چين د ځانګړتیا لرونکو ډيپلوماتيکو کارونو د پرمخ بېولو لپاره یې بنسټيزه زمينه برابره کړې ده.

دغې غونډې دې ته اشاره کړې، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي د شي جين پینګ د ډيپلوماتيکې مفکورې کليدي برخه ده او په نوې زمانې کې د چين د ديپلوماتيکو کارونو موخه هم ده. دغه مفکوره لس کاله دمخه د رئيس شي جين پینګ له خوا وړاندې شوې وه، چې د اړوندې موخې د تر سره کېدو لاره چاره د ګډو مشورو او ګډې ابادۍ او يو له بل سره د د ګډو ګټو شریکولو له لارې د نړيوالې ادارې پرمخبېول دي، معمولي اصول يې د انسانانو د ګډو ارزښتونو  ساتل، بنسټيز ملاتړ يې د نوي ډول نړیوالو اړيکو پرمخبېول دي،ستراتيژيک لارښود يې د نړيوال پرمختيايي وړانديز، د نړيوال امنيت وړانديز او د نړيوال تمدن وړانديز عملی کول دي او عملي ډګر يې د کمربند او لارې باکيفيته ګډه ابادي ده. د دغې مفکورې په غوره کولو سره به بېلا بېل هېوادونه په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي او ګډ پرمختګ به ومومي، څو زمونږ نړۍ د سولې، خونديتوب، سمسورتيا او ترقۍ په روښانه لوري روانه شي.

موږ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د مفکورې په لرلو سره  څنګه له يو لړ نړيوالو مسئلو او ستونزو سره مقابله وکړو؟ رئيس شي جين پینګ په دغې غونډې کې دوه لايحې وړاندې کړې،  لومړی د نړۍ مساوي او منظم څو اړخېزم او دوهم د اقتصاد د نړیوال کېدو په برخه کې ټولشموله تګلاره.

د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا د ورووالي په وړاندې د چين اقتصاد لاهم د بيا احيا په  حال کې دی. د روان کال په لومړيو ربعو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال  د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه دوه زيات شوی، چې له امله يې چين لاهم د نړيوال اقتصادي پرمختګ تر ټولو لوی انجين ګرځېدلی دی.

روان کال د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز د وړاندې کېدو له لسمې کليزې سره برابر دی. له لسو کلونو راهيسې چين له بېلا بېلو خواوو سره څه باندې درې زره همکاريزې پروژې پلې کړې، چې پانګه يې شاوخوا زر ميليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده. چين د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېيم  سرمشریز فورم کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره د اتو تدبيرونو د صادرولو اعلان وکړ. د چيني مسئلې په اړه د قزاقستان د څېړنيز مرکز مسؤلې ګلينال دا نظر لري، چې همدا به د نړيوالې تبادلې او همکارۍ  د پرمخبېولو لپاره قوي ځواک وګرځي او نړيوال اقتصادي پرمختګ به خوځنده ځواک هم راوړي.

موږ ويلي شو، چې په ګډوډه نړۍ کې د نړيوالې سولې د ابادوونکي، د نړيوال پرمختګ د خدمتګار او د نړيوال نظام د ساتونکي په توګه د چين درې ګونې رول ډېر قيمتي دی.

په ۲۰۲۳ کال کې چين د خپلو عملياتو په ترسره کولو سره د يوه لوی هېواد مسؤليت پر غاړه اخيستی دی او په راتلونکي کال کې به له نورو هېوادونو سره ګټور تګ راتګ ته ادامه ور کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په لوري به روان شي.