د اوکراین د کورنیو چارو وزیر احور کلیمنکو د دسمبر په ۲۹مې په خپله اېکس پاڼه کې ولیکل، چې په همدې ورځ د اوکراین پر څو سیمو د بمباریو له امله ۳۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۱۶۰ تنه نور ټپیان شول.
د اوکراین د پلازمینې کیف په شمول څو سیمې په همدې ورځ د روسیې د توغندیو او ډرونونو له برید سره مخ وې. د کیف ښاروال Vitali Klitschko ویتلي کلیتسچکو په خپله اېکس پاڼه کې لیکي، چې د همدې ورځې د ماښام تر ۶ بجو پورې د بمباریو له امله په دغه ښار کې ۹ تنه ووژل شول.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو قوماندان د همدې ورځې په ماښام وویل، د دغه هېواد کلیدي بنسټیز تاسیسات، صنعتي، نظامي او ملکي تجهیزات په همدې ورځ د روسیې له بمباریو سره مخ وو او د اوکراین په ختیځ او جنوب جنګي ډګرونو کې حالت ډېر ستونزمن دی.