د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ډسمبر په ۲۹مې د ۲۷۲۱م پريکړه ليک په تصويبولو سره دغه سازمان غړی او نورې ښکیلې خواوې وهڅول، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ارزونې پر راپور غور وکړي او د یاد سازمان له سرمنشي يې غوښتي، چې د افغانستان لپاره يو ځانګړی استازی وټاکي څو ددغه راپور وړانديزونه تطبيق کړي.
په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ وويل، چې چين تل دا نظر لري، چې د تودو موضوعاتو په اړه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او سرمنشي عملونه، لکه د يو هېواد لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په شمول کړنې، باید له ښکېل هېواد سره پوره همغږۍ ولري او د دغه هېواد د نظر احترام وکړي. اوسمهال د امنيت شورا غړي د افغانستان د خپلواکۍ د ارزونې راپور د تطبيق په هکله د نظريو توپيرونه لري او د دغه هېواد مقامات په دغه راپور کې د اړوندو وړانديزونو په هکله خپلې نظريې ساتي.
ګنګ شوانګ زياته کړه، چې چين هیله لري د ملګرو ملتونو سرمنشي په راتلونکي پړاو کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په انتخاب کې محتاطه رويه غوره کړي او په دوامداره توګه دې د دغه هېواد له مقاماتو سره همغږۍ او تګ راتګ پياوړی کړي، تر څو د ځينو مسئلو د حلولو مناسبې لارې ولټوي.