بېجینګ: موږ به هر ډول تېری کوونکي یا لمسوونکي عمل ته کلک ځواب ورکړو
CMG2023/12/30 11:35:06
شريکول:

د فیلیپين د وسله والو ځواکونو ویاند میدل اګویلر څو ورځې مخکې  وویل، چې دغه هېواد په دې غور  کوي، چې په ژن ایې جیاو ټاپو کې یوه دایمي ملکي ودانۍ، لکه یو سمندري څلی یا د  سمندري ساینس یو څېړنیز مرکز جوړ کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د دسمبر په ۲۹مې په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وویل، ژن ایی جیاو ټاپو د چین د نان شه ټاپوګانو یوه برخه ده، چین پر دغو ټاپوګانو بې شکه حاکمیت لري، دا په اوږد تاریخ کې تائید شوی واقعیت دی او د ملګرو ملتونو منشور په شمول له نړیوالو قوانینو سره سمون لري. چین به نورو هر ډول  تېري کوونکو یا لمسوونکو  کړنو ته کلک  ځواب ورکړي او د خپلو خاورو حاکمیت او سمندري حقونه به ښه وساتي.