د اسرائيل د دفاعي ځواکونو وياند ډانيل هاګري د ډسمبر د ۲۹مې په ماښام په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ځواکونو يې په دې وروستیو کې د لبنان د حزب الله ګوند پر هدفونو په لويه پيمانه بريدونه کړي او غوښتنه يې کړې، چې د اسرائيل له شمالي سرحدې سيمې څخه دغه وسله واله ډله وشړي.
نوموړي وويل، چې د اسرائيل ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د جنګي الوتکو، ټانکونو او بمونو په وسيله د حزب الله ګوند د توغنديو ويشتلو ډګرونو، د نظامي اډو او بنسټيزو تاسيساتو په شمول، پر یو لړ هدفونو بريدونه کړي دي.