اروپايي ټولنې بلغارستان او رومانیا ته اجازه ورکړه چې په سچنګن سیمه کې برخه واخلي
CMG2023/12/31 11:20:57
شريکول:

د اروپايي ټولنې شورا د دسمبر په ۳۰مه اعلان وکړ، چې له بلغارستان او رومانیا سره داخلي هوايي او سمندري محدوديت لغوه کړي او یادو دواړو هېوادونو ته یې اجازه ورکړه چې په سچنګن سیمه کې برخه واخلي.

د اروپايي ټولنې شورا په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو له بلغارستان او رومانیا سره د داخلي هوايي او سمندري محدوديت د لغوه کېدو په اړه موافقه کړې ده. د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۳۱مې څخه به د یادو دواړو هېوادونو او د سچنګن سیمې د نورو غړو هېوادونو ترمنځ په هوايي او سمندري پولې کې د خلکو څارنه لغوه شي.

بلغارستان او رومانیا د ۲۰۰۷ کال په جنورۍ کې د اروپايي ټولنې غړیتوب تر لاسه کړ، خو په سچنګن سیمه کې د ګډون موخه یې نه ده عملي شوې.