د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال د رارسېدو په درشل کې د مبارکۍ پيغام وړاندې کړی
CMG2023/12/31 21:04:17
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۴م کال د رارسېدو په درشل کې د چين ميډيا ګروپ او انټرنيټي شبکو له لارو د نوي کال په پار د مبارکۍ پيغام وړاندې کړی دی. نوموړي په خپل پيغام کې د چين د ۲۰۲۳م کال د غيرعادي جريان او د پرمختګ د برياليتوبونو يادونه کړې او په ۲۰۲۴م کال کې د هېواد د سمسورتيا او ابادۍ او د نړۍ د سولې او ارامتيا په پار يې هيلې څرګندې کړې دي.

رئيس شي جين پينګ په ۲۰۲۳م کال کې د چين جريان او لاسته راوړنې (د چين ګامونه) يادې کړې دي. نوموړي ويلي، چې په هېواد کې د ژوند خوشحاله فضا او د کار بوختيا د دې ښکارندويي کوي، چې خلک په نيکمرغۍ او سوکالۍ پسې ګرځي او دا د يوه حياتي او زخمتکښ چين څرګندويي کوي. د چين اقتصاد ښه غوړېدلی او باکیفیته پرمختګ يې موندلی دی. د چين عصري صنعتي سيسټم لا بشپړ شوی او يو لړ داسې نويو او مهمو صنايعو، چې په عصري، ځيرکو او زرغونو تخنيکونو سمبالې دي، په چټکۍ پرمختګ کړی دی.  په چين کې غلو دانو په تېرو مسلسلو شلو کلونو کې ښه حاصلات ورکړي، پاکې اوبه او زرغون غرونه مو ښه ساتل شوي او په کليوالو سيمو کې مو د سمسورتيا ستراتېژۍ په رڼا کې نوې بڼه رامنځته شوې ده. د سي ۹۱۹ ډوله لویې الوتکې سوداګريز پروازونه په لومړي ځل شروع شوي، لویه باروړونکې بېړۍ جوړه او ازمويلې شوې، د شنجو انسان وړونکو فضايي بېړیو يوې په بلې پسې فضايي دندې ترسره کړي او د فن دو جه په نوم سمندري اکتشافي اوبتل د سمندر په بېخ کې دندې بشپړې کړي دي. چين په پياوړي عزم او ټول توان پرمختګ مومي او هرځای کې يې نوي او نوښتګر نوښتونه تر سترګو کېږي.

د شي جين پينګ په اند، (له نړۍ سره د غېږي روغبړ) د چين د لوی هېواد د مسؤليتونو ښکارندويي کوي. نوموړي ويلي، چين په برياليتوب د چين- منځنۍ اسیا سرمشریزې او د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم ترسره کړی او د چين په يو لړ ډيپلوماتيکو فعالیتونو کې د نړۍ د بېلا بېلو لويو وچو مېلمنو ګډون کړی و.

نوموړي دې ته اشاره کړې، چې ۲۰۲۴م کال به د نوي چين د جوړېدو ۷۵ مه کليزه وي. چين به په ټينګار د چيني شکله عصري کېدو بهیر پرمخ يوسي. نوموړي زياته کړې، چې د چين موخه ډېره لویه او هم ډېره ساده ده او اصلي منځپانګه يې خلکو ته د لا ښه ژوند برابرول دي. ټول به خوشحاله او ښکلی ژوند ولري او خپل خوبونه به پوره کړي.

نوموړي ویلي، که څه هم په نړۍ کې هر څه بدلېږي، خو سوله او پرمختګ تل عمده نغمه او همکارۍ او ګډې ګټې تلپاتې اصلي قانون دی. اوس د نړۍ په ځينو ځايونو کې د جګړې د اور لمبې لا هم تودې دي. چينايان سولې ته ډېر ارزښت ورکوي او مونږ به له نړيوالې ټولنې سره د انسانانو د سرنوشت او ګټو ته په کتو، د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو چارې پرمخ يوسو او لا ښه نړۍ به جوړه کړو.